د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه کميټې د بهرنیو چارو کاري کمېسيون د دفتر مشر وانګ يي د فبرورۍ په ۳مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په بلنې له نوموړي سره د تصادفي پېښې د حل په اړه ټیلیفوني خبرې اترې کړې.
وانګ يي وویل، چې چين يو مسؤول هېواد دی او تل د نړیوالو قوانینو رعایت کوي. چين به هېڅکله بې ځايه او بې بنسټه خبر او ګمان ونه مني. دواړه خواوې بايد د تصادفي پېښې پر وړاندې سړه سينه او لویه حوصله ولري او وخت په وخت د معلوماتو تبادلې وکړي، څو له غلطو ګمانونو څخه ډډه وکړي او د توپيرونو کنټرول وکړي.