سږکال د فبرورۍ ۴مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستلو لومړۍ کليزه ده. د اولمپيک نړيوالې کمېټې څو ورځې مخکې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر لاسه شويو برياليتوبونو او اغېزو ډېره ستاينه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۳مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې وویل، چې چین به پر له پسې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ګټورې تجربې راټولوي او له بېلابېلو خواوو سره تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، څو د اولمپيک لوبو د پرمختګ لپاره نور زيات خدمتونه برابر کړي.
د خبر له مخې، د اولمپيک نړیوالې کمېټې د اولمپيک لوبو څانګې اجرايي مشر ویلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو دوامداره ټولنيزې او اقتصادي ګټې رامنځته کړې او د انرژۍ د سپما او د چاپيريال د ساتنې په برخو کې یې مهم ميراث پرېښود. ماو نينګ وویل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو خپله زرغونه ژمنه پوره کړې او په عين وخت کې د ايکولوژيکي تمدن د ابادولو او د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخې د پلي کولو په برخو کې د چين هوکړه هم څرګنده شوې.
نوموړې زياته کړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو هم د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره د دايمي خدمتونو په برخه کې ميراث پرېښود. اوس د دې لوبو ټول سپورټي ميدانونه خلکو او لوبغاړو ته پوره پرانیستل شوي او د خلکو د ورزش او د سپورټي سياليو د پرمختګ لپاره یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.