اعتماد جوړونه له سليمان ټاپوګانو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو په برخه کې د امريکا تر ټولو اړين کار دی
CMG2023/02/04 15:47:11
شريکول:

امريکا په دې وروستيو کې په سليمان ټاپوګانو کې خپل سفارت بيا پرانيستلی دی، چې له دې مخکې يې په ۳۰ کلونو کې دغه سفارت تړلی و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې آرام سمندر سيمې ته به نور زيات ډيپلوماټان وليږي، څود امريکا د پروژو ، سرچينو او ځايي اړتياوو  لپاره ځواب ووایي.

زياتو لویديځو خبري رسنيو د امريکا دا پرېکړه د چين د پرمختګ د مخنيوي او پر اسيا او آرام سمندر سيمې د اغېزې د پياوړتيا لپاره د دغه هېواد نوی اقدام بللی.

په ۱۹۸۸م کال کې په سليمان ټاپوګانو کې د امريکا سفارت پرانيستل شو او دنده يې په ۱۹۹۳م کال کې د پخواني شوروي اتحاد له سقوط وروسته پای ته ورسېده.  په تېرو ۳۰ کلونو کې د جنوبي آرام سمندر سيمه د امريکا د جغرافيايي سياست په نقشه کې له پامه  غورځېدلې وه. همدغسې وضعيت په ۲۰۲۲م کال کې د چين او سليمان ټاپوګانو ترمنځ د امنيت د همکاريز چوکاټ د لاسليک پر وړاندې بدل شو.

له يوې خوا، امريکا له اسټراليا سره د چين او سليمان ټاپوګانو ترمنځ د امنيت پر همکارۍ بې ځايه او بې بنسټه تورونه لګولي او له بلې خوا، سپينې ماڼۍ د چين او سليمان ټاپوګانو ترمنځ د همکارۍ مخې ته د خنډ اچولو لپاره سليمان ټاپوګانو ته د هندي او آرام سمندر سيمې په چارو کې د ملي امنيت کانګرېس همغږی کوونکي کورټ کانپبيل  لېږلی دی. د دې ترڅنګ، د امريکا زياتو لوړ پوړو چارواکو د آرام سمندر سيمې په ټاپوګانو کې له پرتو هېوادونو څخه ليدنه کړې، مرستيال ولسمشر کامالا هاريس اعلان کړی، چې په جنوبي آرام سمندر سيمه کې به ۲ نوی سفارتونه پرانيزي، واشنګټن د امريکا او د آرام سمندر سيمې د ټاپوګانو ترمنځ لومړۍ سرمشيزه تر سره کړې. څېړونکو دې ته په اشارې ويلي، چې د آرام سمندر سيمې د ټاپوګانو له هېوادونو سره په ډيپلوماټيکو چارو کې د امريکا د ۲۰۲۲م کال ګڼ اقدامات د دغه هېواد هغه بېړنی نيت  ښکاره کوي، چې غواړي د جنوبي آرام سمندر سيمې هېوادونه  په خپله کړۍ  کې راولي.

په سليمان ټاپوګانو کې د امريکا د تېرو ۳۰ کلونو کړنې د دغه هېواد ستراتيژيکه اندېښنه او د جيوپوليتيکې سيالۍ نښه  ښکاره کوي. د سليمان ټاپوګانو د خلکو هغه شک معقول دی، چې ايا امريکا د دغو ټاپوګانو پرمختګ ته رښتينې پاملرنه کړې؟ ايا واشنګټن دوی برابر ملګري بولي؟

د سليمان ټاپوګانو خبريالې ډوروسي ويکهام د ۲۰۲۲م کال په جون کې په نيويارک ټايمز ورځپاڼې کې يوه ليکنه خپره کړه او پکې يې وويل، چې (( ما د سليمان له ټولو ټاپوګانو څخه ليدنه کړې او په دغو سيمو کې مې د امريکا هېڅ مثبت ميراث نه دی ليدلی. د چين ودانيز شرکت زموږ د روغتون د پياوړتيا او د يو سپورټي ميدان د جوړولو په هڅه کې دی. )) د نوموړې په اند، امريکا د سليمان ټاپوګانو او چين ترمنځ  د همکاریو په وړاندې د خنډ اچولو حق نه لري.

 صداقت د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ بنسټ دی. هيله ده، چې امريکا په سليمان ټاپوګانو کې د خپل سفارت له پرانيستلو وروسته د آرام سمندر سيمې هېوادونو ته د درناوي او برابرۍ لپاره هڅې وکړي.