د اوکراين ولسمشر: سږ کال به په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو خبرې پيل کړي
CMG2023/02/04 15:32:30
شريکول:

‎ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فبرورۍ په درېیمه نېټه په کییف کې وویل، چې اوکراین هیله لري سږ کال په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

‎ د اوکراین د ولسمشرۍ وېبپاڼې خبر ورکړ، چې په همدې ورځ په کییف کې د اوکراین او اروپايي ټولنې ۲۴مه سرمشریزه جوړه شوه. زیلینسکي په خپلو خبرو کې وويل، چې اوکراین د دغه هېواد د کانديدۍ حق لپاره د اصلاحاتو په اړه د اروپايي کميسيون د اوو وړانديزونو د پلي کولو بشپړوالي ته نژدې دی او اوکراين هيله لري، چې اروپايي ټولنه په دې اړه مثبته ارزونه وکړي. هغه پر دې ټینګار وکړ ، چې د اوکراين هدف ډېر څرګند دی  او سږ کال به په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو په اړه خبرې اترې پیل کړي.