د چین د شپږم نړيوال وارداتي نندارتون د نندارې مساحت له ۲۰۰ زرو متره مربع څخه اوښتی
CMG2023/02/04 14:36:13
شريکول:

د چين د نړیوال وارداتي نندارتون ادارې خبر ورکړ، چې د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د دغه هېواد په شانګهای ښار کې  جوړ شي. اوس د ملي نندارتون، د هونګ چياو فورم او د تصديو نندارتون چمتووالي په ښه ډول روان دي. تر اوسه پورې تقريباً ۵۰۰ تصديو د تصديو په نندارتون کې د ګډون تړون لاسليک کړی او د یاد نندارتون عمومي مساحت له ۲۰۰ زرو متره مربع څخه اوښتی دی.

د چین د نړیوال وارداتي نندارتون ادارې مرستيال مشر ليو فو شوې ويلي، چې دغه نندارتون به د دولت بېلابېلې ملاتړکوونکې پاليسۍ پلې کړي او  اړوند خدمتونه او اسانتياوې به لا پياوړې کړي.