د ډېوې اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د ماښامنۍ نندارې د پېژندنې فلم په ډېرو بهرنيو هېوادونو کې خپور شو
CMG2023/02/04 16:03:34
شريکول:

د ډېوې اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د ماښامنۍ نندارې د پېژندنې فلم د فبرورۍ په درېيمه نېټه د جنوبي افريقا د لومړي لوی ښار جوهانسبورګ په منديلا ميدان کې نندارې ته وړاندې شو او زيات ځايي وګړي او سيلانيان يې راجلب کړل.

دغه فلم په همدې ورځ د اتوپيا په لومړي لوی ميدان يعنې ميسکيل ميدان کې نندارې ته وړاندې شو. زياتو ځايي وګړو د دې فلم له کتلو وروسته وويل، چې دغه فلم د چين د ښکلي عنعنوي اختر او کلتور معلومات برابر کړي او هيله يې وښوده، چې له چين څخه د ليدنې فرصت ولري.

دغه فلم د فبرورۍ په درېيمه نېټه د اتوپيا د اوروميا ايالت په ختيځې صنعتي سيمه کې هم نندارې ته وړاندې شو. نوموړې صنعتي سيمه د دغه هېواد لومړۍ صنعتي سيمه ده او پکې نژدې سل چيني تصدۍ شتون لري.