چین: امریکا حق نه لري پر چين تور لګوي
CMG2023/02/04 14:35:36
شريکول:

څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د شينجيانګ په اړه چټي نظريې خپرې کړې. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۳مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې  وویل،‌ چې د امريکا يادې نظريې بې بنسټه او له حقيقت لېرې دي،‌ د چين پر ديني پاليسۍ تور لګوي، له تبعيضه ډکې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. چين ورسره کلک مخالفت کوي.

نوموړې زياته  کړه،‌ چې چيني حکومت د قانون له مخې د خلکو د ديني عقيدې ازادي خوندي کوي او د چين د بېلابېلو قومونو خلک د قانون له مخې د ديني عقيدې پوره ازادي لري. تر اوسه پورې د چین د بېلابېلو دينونو د پيروانو شمېر ۲۰۰ میليونو ته  او د ديني کارکوونکو شمېر ۳۸۰ زرو ته رسېدلی دی. اوس د چين په شينجيانګ کې څه باندې ۲۴ زره جوماتونه شتون لري. برعکس، په امريکا کې ۷۵ سلنه مسلمانان په دې نظر دي، چې د امریکا ټولنه د مسلمانانو پر وړاندې سخت تبعيض لري. امریکا حق نه لري، چې پر چین تور ولګوي.