د تايلنډ د لومړي وزير مرستيال: چيني سيلانيان د تايلنډ لپاره ډېر اهميت لري
CMG2023/02/04 15:36:09
شريکول:

 د  تايلنډ مرستیال لومړي وزیر او د روغتیا وزیر انوتین له سي جي ټي ان سره په مرکه کې وويل، چې چيني سيلانيانو يو ځل بيا تايلنډ ته سفر پیل کړی او دا يوه ښه نښه ده. د  تايلنډ حکومت بايد د تايلنډ د خلکو په استازيتوب د چيني سیلانیانو تود هرکلی وکړي. موږ د بهرنيو سیلانیانو د تابعیت له مخې تبعیض نهکوو. چيني سيلانيانو په رخصتۍ کې تايلنډ ته سفر غوره کړي او د تايلنډ د  سيلانيز صنعت ترې ډېره ګټه تر لاسه کړې ده.

نوموړي وويل، چې چين د سيلانيانو يوه ډېره مهمه سرچينه ده،  تايلنډ ته د چيني سيلانيانو راتګ د  تايلنډ لپاره ډېر اهميت لري، چې د وبا له اغېزو  نه د وتلو او د اقتصادي بيارغونې په برخو کې له  تايلنډ سره مرسته کولی شي.
 انوتين دا هم وويل، چې د  تايلنډ  او چين ترمنځ تګ راتګ او ټرانسپورټي پيوستون د دواړو هېوادونود اړیکو د ټینګېدو  مهم بنسټ دی او د متقابل باور پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د  تايلنډ  لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.