د اروپايي ټولنې نوبتي رئیسه هېواد سویډن د فبرورۍ په درېیمه نېټه اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو په همدې ورځ د روسیې د تېلو محصولاتو د بیو د حد په اړه موافقې ته ورسېدل.
اروپايي ټولنه غواړي، چې د نفتو او ډیزلو په ګډون د ګرانو محصولاتو لپاره د هر بیرل بیه سل امریکایي ډالره او د ارزانه پټرولیم محصولاتو لپاره د هر بیرل بیه ۴۵ امریکایي ډالره وټاکي. بیا به د اروپايي ټولنې له خوا په رسمي ډول ياده پرېکړه اعلان شي.
اروپايي ټولنې د تېر کال په جون مياشت کې پرېکړه وکړه، چې د سمندر له لارې د روسيې د نفتو، ډيزلو او سوند تېلو پر اخيستلو بنديز ولګوي. دغه بنديز به د روان کال د فبرورۍ پر پنځمېنېټې نافذ شي.