د ونزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د فبرورۍ په ۳مه نېټه د ولسمشرۍ په دفتر کې د ايران د بهرنيو چارو وزیر امير عبداللهيان سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ژورولو او د ستراتيژيکو همکاريو د ټينګولو غوښتنه څرګنده کړې.
عبداللهيان په همدې ورځ له يادې ليدنې مخکې د ونزويلا د نفتو وزير تارېک عيل ايسامي سره هم خبرې کړې. دواړو خواوو غوښتی چې د نفتو، طبيعي ګازو، پتروکيميکل او د پترو تصفيې په پروګرامونو کې همکارۍ زياتې کړي.