د پېسو نړيوال صندوق: د چین د اقتصاد زياتوالی به د نړيوال اقتصاد په زیاتوالي کې يو پر څلورمه برخه ونيسي
CMG2023/02/05 11:29:45
شريکول:

د پېسو نړیوال صندوق د فبرورۍ په ۳مه نېټه د چين د ۲۰۲۲م کال د سلامشورې څلورم راپور خپور کړی، چې له مخې به يې سږکال د چين د اقتصاد زياتوالی د نړیوال اقتصاد د زياتوالي يو څلورمه برخه ونيسي.

د پېسو نړيوال صندوق تړون د څلورمې مقررې له مخې، دغه صندوق به هر کال غړو هېوادونو ته يو کاري ګروپ ولېږي، د هغه اقتصاد له حکومت سره به د ځايي اقتصاد د پرمختګ او پاليسۍ په اړه خبرې اترې وکړي، توصیې به ورته وکړي او د ارزونې راپور به وليکي. په تازه خپور شوي راپور کې دا راغلي، چې سږکال د چين د اقتصاد زياتوالی د نړیوال اقتصاد د زياتوالي یو پر څلورمه برخه جوړوي، دا د چين او نړۍ لپاره یو ښه زيری دی.

د پېسو نړیوال صندوق د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د نړيوال اقتصاد د اټکل په راپور کې د چين د ۲۰۲۳م کال د اقتصاد زیاتوالی له 4.4 سلنې څخه 5.2 سلنې ته لوړ اټکل کړی دی.