د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب د لومړۍ کليزې د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه پيل شوي
CMG2023/02/05 14:04:51
شريکول:

 د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بريالۍ تر سره کېدو د لومړۍ کليزې د يادونې فعاليتونو د پيل مراسم د فبرورۍ د څلورمې نېټې په ماښام په بېجينګ کې تر سره شول.
 د اولمپيک د نړیوالې کميټې مشر توماس باچ یادو مراسمو ته ویډیويي وینا واستوله. هغه په خپله وينا کې لومړی په چیني ژبه چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله. هغه زیاته کړه چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د زرغونې ټېکنالوژۍ، د سالم او فعال ژوند په اړ د معلوماتو د پېژندنې او د يخ او واورو د سپورتي چارو د پرمختګ په برخو کې نوي مثالونه برابر کړي دي.
   د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بريالۍ تر سره کېدو د لومړۍ کليزې د يادونې فعاليتونه د روانې فبرورۍ له درېیمې پيل شوي او تر مارچ پورې په بېجينګ او جانګ جيا کو کې دوام وکړي.