د امريکا لخوا د چین د بېپیلوټه بالون د غورځېدو په اړه د چين اعلاميه
CMG2023/02/05 13:43:06
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۵مه نېټه په یوه اعلاميه کې ويلي، امريکا د چين بېپيلوټه بالون غورځولی، چين په دې اړه سخت مخالفت او احتجاج ښودلی. چين له پلټنې وروسته څو څو ځلې امريکا ته خبر ورکړی، چې ياد بالون ملکي دی او د نه ماتېدونکی ځواک له امله امريکا ته ننوتلی، دا بيخي ناڅاپه او تصادفي پېښه ده. چين له امریکا څخه غوښتي چې په سړه سينه او مسلکي رويې سره دغه پېښه حل کړي. د امريکا د دفاع وزارت وياند هم ويلي، چې ياد بالون به امريکا ته ګواښ پېښ نه کړي. له دې سره سره، امريکا لا هم په وسلې سره ياد بالون غوځولی، داسې کړنه له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده. چين به د اړوندې تصدۍ قانوني حقونه وساتي او په اړين وخت کې به ځوابي ګامونه پورته کړي.