بهر ته د چیني سیلانیانو د سفرونو زیاتېدو د نړیوال اقتصاد د بیا احیا لپاره باور هڅولی
CMG2023/02/05 14:01:31
شريکول:

په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې له تعديل وروسته لومړی پسرلنی جشن تېر شوی دی. د دغه جشن په موده کې د چين مصرفي بازار بيا سمسورتيا ثابته کړې، چې د شيانو د اخيستلو، په رسټورانټونو کې د ډوډۍ خوړلو، سيلانۍ او عشرت په برخو کې د لګښت لپاره د چینایانو شوق او زوق لوړ شوی دی.

د شمېرنې له مخې، د پسرلني جشن په موده کې د چيني سيلانيانو د بهرنيو سفرونو د سپارښتنو شمېر او د بهرنيو پروازونو د ټکټونو د سپارښتنو شمېر په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ اعشاريه څلور چنده او څلور چنده زياتوالی ښيي. د جنوب ختيځې اسيا او اروپا مشهورو سيلانيزو سيمو په بېلا بېلو لارو چارو د چيني سيلانيانو تود هرکلی وکړ. زياتو اړوندو شخصيتونو ویلي چې د چيني سيلانيانو سفرونه د نړيوال سيلانيز بازار د بيا سمسورتيا لپاره ګټور دي او په سيلانيزو سيمو کې به کاري فرصتونه زيات کړي. د چيني سيلانيانو د بهرنيو سفرونو  چټک زياتوالي د چين د اقتصاد فعاله بڼه ښودلې او پر نړيوال اقتصادي پرمختګ يې باور ټینګ او خوځنده ځواک يې ورته برابر کړی.

د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د چين د نوي کرهنيز کال له لومړۍ ورځې سره برابره وه. د اندونيزيا د سيلانۍ وزارت او د بالي ټاپو ولایتي مسوولینو په همدې ورځ د بالي ټاپو په هوايي ډګر کې د چيني سيلانيانو د هرکلي مراسم تر سره کړل. د بالي ټاپو والي وويل، چې د چيني سيلانيانو راتګ د ځايي سيلانيزو چارو د عادي کېدو لپاره اهميت لري.

شمېرنه ښيي، چې په تېره نيمه مياشت کې تايلنډ ته د سفر ويزې د غوښتونکو چينايانو شمېر او د تايلنډ د سيلانيزو توليداتو د اخيستونکو چينايانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه درې چنده او لس چنده زيات شوی دی. د تايلنډ د سيلانۍ ملي ادارې مشر زموږ خبريال ته وويل، چې دغه هېواد ۲۰۲۳م کال د سيلانيز کال په توګه ټاکلی او اټکل کوي چې په همدې کال کې به ۲۵ ميليونه سيلانيان له تايلنډ څخه ليدنه وکړي او چين د دغو سيلانيانو يوه مهمه سرچينه ده. نوموړي زياته کړه، چې د تايلنډ سيلانيزې چارې به د چيني اتباعو د بهرنيو سفرونو د اعاده کېدو له امله چټک پرمختګ وکړي. د چيني سيلانيانو راتګ به د تايلنډ اقتصادي پرمختګ وهڅوي.

د کرونا وبا له خپرېدو مخکې د اسټراليا د بهرنيو سيلانينو په درجه بندۍ کې د چيني سيلانيانو شمېر او د مصارفو اندازې لومړی مقام نیولی و. د اسټراليا او چين د سوداګريزې کمېټې د شمالي سيمو څانګې مشر ډايرو ګوبي وويل، چې په ۲۰۱۹م کال کې نژدې يو ميليون او ۵۰۰ زرو چيني سيلانيانو اسټراليا ته سفرونه کړي او ۵۸ ميليارډه ژن مين بي يوانه يې لګولي، چې دا رقم د اسټراليا د سيلانيزو چارو د کلنیزو عايداتو ۲۸ سلنه برخه نيولې. نوموړي په دې اړه باور څرګند کړی، چې د اسټراليا اقتصادي پرمختګ به د چيني سيلانيانو له زياتوالي څخه ګټې واخلي.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د جنورۍ په شلمه نېټه بهر ته د چيني اتباعو د ډله ييزو سفرونو په اړه يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې سياحتي شرکتونو ته په ځينو ازمويښتي هېوادونو کې د چيني اتباعو د سفرونو د تنظيم اجازه ورکړل شوې او د لومړيو شلو ازمويښتي هېوادونو په لېست کې د فليپين، اندونيزيا، کمبوډيا او ماليزيا په ګډون د اسيان غړي هېوادونه او ځيني نور هېوادونه شامل دي.

د فليپين د سيلانۍ وزيرې کريسټينا ګارسيا فراسکو په نوموړي لېست کې د فليپين د شاملېدو په مناسبت له چين څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې دا به د فليپين د سيلانيزو چارو د اعاده کېدو بهير چټک کړي. د اندونيزيا حکومت موخه ټاکلې، چې سږ کال به د ۲۵۰ زرو چيني سيلانيانو کوربه وي. د اندونيزيا د سيلانۍ وزير سندياګا اوونو وويل، چې د چيني سيلانيانو راتګ به اندونيزيانو ته لا زيات کاري فرصتونه رامنځته کړي.