د برازيل ولسمشر: هیله لرم چې د برازيل او چين اړيکې لا ټينګې شي
CMG2023/02/05 14:06:08
شريکول:

 د برازيل ولسمشر لولا د فبرورۍ په درېيمه نېټه وويل چې د برازيل او چين ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې ټينګې او ثابتې دي. برازيل له چين سره د لوړې کچې تبادلې د ژورتیا، د متقابلو ګټورو پر اساس د همکاريو د پياوړتيا، د نړيوالې ادارې د سيستم د اصلاح او د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو په اړه د خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ د ټينګېدو په لټه کې دی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ لاغښتلی شي. 

 لولا پورتنۍ څرګندونې په برازيل کې د چين د سفير جو چينګ چياو لخوا د وړاندې شوي باور ليک د منلو پر مهال وکړې.

 جو چينګ چياو وويل، د چين او برازیل ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې تاريخ ثابته کړې چې د اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له اصلي ګټو سره سمون خوري او د نړیوالې سولې د ساتلو، ګډ پرمختګ ته وده ورکولو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره ستر اهمیت لري.