روسيې امريکا ته له اوکراین سره د پوځي مرستې په تړاو خبرداری ورکړ
CMG2023/02/05 13:43:52
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت د فبرورۍ په ۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې اوکراين ته به د ۲ ميليارډو او ۱۷۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د نوي پړاو پوځي مرستې ورکړي.

سرچينې ويلي چې په دې مرسته کې اوکراين ته ۱۵۰ کيلومتره مزل ويشتونکي توغندي شامل دي چې له دې مخکې اوکراین نه درلودل. د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف په همدې ورځ په دې هکله امريکا ته خبرداری ورکړی، چې د فبرورۍ په ۲مه نېټه د ستالينګراد دفاعي جنګ د بريالي کېدو د ۸۰مې کليزې په پار يو فعاليت کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين وينا هېره نه کړي.     

واک ته د بايډن له رسېدو وروسته اوکراين ته د امریکا د مرستو اندازه ۳۰ میليارډو ډالرو ته رسېدلې ده.