د روسيې د دوما مشر ولودين د فبرورۍ په پنځمې نېټې ويلي، چې واشنګټن د درواغو امپراتوري جوړه کړې او د لويديځو هېوادونو سياستونه پر درواغو ولاړ دي.
ولودین په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو یوه مقاله خپره کړې ده.
نوموړي په دغې مقالې کې ويلي ، چې دوه لسيزې مخکې د امریکا د هغه مهال خارجه وزیر پاول د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې عراق د کیمیاوي وسلو په جوړولو تورن کړ، خو حقیقت برعکس راښکاره شو.
نوموړي دا په تېرو ۲۰ کالونو کې د امريکا لوی دروغ بللي او په وينا يې، نړيوالې ټولنې ته يې فریب او دوکه ورکړې ده.
ولودین ويلي، چې د امریکا او لوېدیځو هیوادونو سیاستونه پر درواغو ولاړ دي او ختیځ ته د ناټو د لمنې نه پراخېدل يې يوه ډرامه او د مینڅک نوی تړون يې یوه دسیسه بللې ده.
ولودین په مقالې کې پر دې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د امريکا د بشریت ضد جرمونو پلټنه وکړي او ګنهګارو سیاستوالو ته يې باید سزا ورکړي. (ژباړه: شکريه)