د چين د سپوږمۍ اکتشافي پروژې عمومي ډيزاينر وو وې ژن په دې وروستيو کې ويلي، چې د چانګ عه ۶م نمبر اکتشافي دستګاه به د سپوږمۍ بلې مخې بيا وڅيړي او ۲ کيلو ګرامه خاورې به راټولې کړي.
د چانګ عه ۷م نمبر اکتشافي دستګاه به سپوږمۍ جنوب قطب ته راکښته شي او عمده دنده به يې د اوبو موندل وي.
وو وې ژن ويلي، چې د چانګ عه ۸م نمبر اکتشافي دستګاه چمتو ده چې په شاوخوا ۲۰۲۸م کال کې سپوږمۍ ته وتوغول شي.
د چانګ عه ۶م او ۸م نمبر اکتشافي دستګاوې به د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې يوه بنسټيزه علمي اډه جوړه کړي.
د نوموړي په وينا، چين به په روان کال کې د سپوږمۍ د اکتشافي پروژې څلورم پړاو په پوره ډول پرمخ بوزي.