د جرمني لومړي وزیر اولف شولز د فبرورۍ په ۵مې نيټې د المان بيلد ام سونتاګ ورځپاڼې ته ويلي، چې هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره موافقې ته رسېدلی، چې اوکرايني ځواکونه به د لوېدیځو هېوادونو وسلې يوازې په اوکراين کې کاروي او پر روسیې د بريد لپاره به ترې کار نه اخلي.
د روسيې د امنيتي شورا مرستيال ديميتري ميدويديف د روانې میاشتې په څلورمې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې روسیه ممکن د ګواښونو پر وړاندې چټک غبرګون وښيي او هر ګواښ ته به سخت ځواب ورکړي.
تاس خبري اژانس د روانې مياشتې په ۵مې نېټې د روسیې د لوبايف د وسلو جوړونې شرکت د بنسټ ايښودونکي ولاديسلاو لوبايف په قول خبر ورکړی، چې شرکت يې د وسلو د توليدي ظرفيت د پراخولو په حال کې دی او پلان لري، چې له روانې فبرورۍ څخه د ټوپکونو توليدي ظرفيت دوه برابره زيات کړي او د نوموړي په وينا، شرکت به یې له اپريل څخه د وسلو په توليد کې دوه برابره نور هم زياتوالی راولي.