شي جين پينګ په ترکيه او سوريه کې د شختې زلزلې په مناسبت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ته په جلا جلا توګه د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل
CMG2023/02/06 21:32:03
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه په ترکيه او سوريه کې د شوي سختې زلزلې په مناسبت په جلا جلا توګ د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ په خپلو پېغامونو کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغې سختې زلزلې له امله د خلکو پر مړينې خواشيني او د قربانيانو خپلوانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې او ټپيانو ته يې د ژر روغېدو هيله څرګنده کړه.

شي جين پينګ په دې اړه باور ښودلی، چې د دغو هېوادونو حکومتونه او خلک به ژر د ناروين له اغېزو څخه ووځي او وران شوي کورونه به بیرته ورغوي.