چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ د ۵مې نېټې په ماښام د ۲۰۲۳م کال د ډېوې اختر هنري ننداره په برياليتوب تر سره کړې ده.
په دغې هنري نندارې کې چيني او بهرنيو کتونکو ته د سندرو، نڅاوو، جمناسټيک او عنعنوي اوپرا په شمول ښايسته پروګرامونه وړاندې شوي او د ډېوې نيکمرغه اختر فضا يې رنګينه او خوشحاله ښودلې ده.
د چين ميډيا ګروپ د ډېوې اختر هنري ننداره په بېلا بېلو رسنيزو ډګرونو کې د فبرورۍ د ۶مې نېټې تر ۸ بجو پورې خپره شوې او د کتونکو عمومي شمېر يې ۳۳۲ ميليونه ښودل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، ۱۷۶ ميليونو وګړو د انټرنيټ له لارې او ۱۵۶ ميليونو وګړو د تلويزيونونو له لارې دغه ننداره کتلې ده.