د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف د مړينې په مناسبت خواشيني څرګنده کړه او د نوموړي خپلوانو ته يې تسليت ووايه.
ماو نينګ وويل، چين غواړي له پاکستان سره دوستي لا پياوړې او ټينګه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخېزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ژورې کړي او د نوې زمانې لپاره د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه پياوړې کړي.