د چين دفاع وزارت: د امريکا له لوري د چين د ملکي بالون ویشتنه نامناسب عمل دی
CMG2023/02/06 10:01:25
شريکول:

د چين د دفاع وزارت وياند تان که فۍ د فبرورۍ په پنځمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې امريکا د وسلې په مټ د چين ملکي سارايي بالون نسکور کړی دی.

نوموړي د امريکې دغه غبرګون او کړنه مناسب نه دي بللي او ټينګ احتجاج يې وړاندې کړی دی.

تان که فۍ زياته کړې، چين حق لري، چې د ورته حالاتو پر وړاندې د مقابلې لپاره لازمې لارې چارې وکاروي.
 (غاټول)