د چين لوژستيک او د توکو د پېر ائتلافي ټولنې د فبرورۍ په شپږمې نېټې د تېرې جنورۍ د نړیوالو توليدي چارو د پېر مديرانو شاخص (Purchasing Managers' Index) خپور کړی، چې له مخې يې دغه شاخص د ټيټېدو حالت څخه وتلی او د تېر کال د ډسمبر په پرتله لوړ شوی دی.
د نړیوالو توليدي چارو د پېر مديرانو شاخص (PMI) د روان کال په جنورۍ کې 49.2 سلنه و، چې د تېر ډسمبر په پرتله په سلو کې 0.6سلنه زياتوالی ښيي او د مسلسلو ۷ مياشتو د ټېټېدو حالت يې پای ته رسیدلی دی.
داسې ښکاري، چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د وروالي حالت د ۲۰۲۲ کال له دوهمې نيمايي راهيسې لږ څه ښه شوی دی.
د چين د تګلارو علمي څېړنې ټولنې د اقتصادي پاليسيو کميټې مرستيال شيو هونګ څای رسنيو ته ويلي، چې د چين د توليدي چارو بیا پرمختګ د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره لوی خدمتونه کړي دي.
(غاټول)