د امريکا سي بي اېس راډيو او د يوګوف (YouGov) ټولپوښتنې ادارې د فبرورۍ په پنځمې نېټې د يوې ګډې سروې نتيجه خپره کړې، چې له مخې يې ۸۹ سلنه امريکايي ګډونوال په دې اند دي، چې د دغه هېواد د پوليسو اداره اړينو اصلاحاتو ته اړتيا لري او ۱۱ سلنه ګډونوالو يې بیا مخالفه نظريه ښودلې ده.
د سروې ۵۲ سلنه سپين پوستو ګډون کوونکو ويلي، چې دوی د پوليسو تر خونديتوب لاندې دي. د سروې ۲۵ سلنه تورپوستو ګډون کوونکو هم له پوليسو رضايت ښودلی.
د سروې ۶۷ سلنه تورپوستي ګډون کوونکي وايي، چې د امريکې پوليس یوازې له سپين پوستو سره ښه رويه کوي او ۲۹ سلنه تورپوستي بیا وايي، چې پوليس د ټولو پر وړاندې برابره رويه لري.
د امريکا سي بي اېس راډيو او يوګوف ټولپوښتنې ادارې ياده سروې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې تر سره کړې او۲۰۳۰ امريکايانو، چې عمرونه يې له ۱۸ کلنۍ پورته دي، برخه پکې اخيستې ده.