د چين حکومت به ترکيې او سوريې ته بېړنۍ مرستې وليږي
CMG2023/02/07 15:01:41
شريکول:

په ترکيې او سوریې کې د فبرورۍ په ۶مې نېټې د ريکتر په کچه ۷ اعشاره ۸ درجې زلزلې وشوې، چې له امله يې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ملي ادارې مرستيال دنګ بو چينګ خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين حکومت په ترکيې او سوریې کې د رامنځته شوې زلزلې سره هممهاله دغو دواړو هېوادونو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې د چين حکومت به د مرستو په لومړي ګام کې د ترکيې او سوریې لپاره د ۴۰ ميليونو يوانو په ارزښت مرستې برابرې کړي، چې دغو دوو هېوادونو ته به ژغورونکې او طبي ډلې وليږي او زلزله ځپلو ته به خوراکي او اړين توکي وليږي.