عراق او روسیه په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کوي
CMG2023/02/07 14:02:42
شريکول:

د عراق ولسمشر عبداللطيف رشيد د فبرورۍ په ۶مې نېټې په پلازمېنې بغداد کې د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره کتلي دي.

د عراق ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې عراق د ګډو ګټو په پار له ټولو هېوادونو سره مساوي اړیکي غواړي.

اعلاميه وايي، عراق او روسیه به د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا لپاره د ګډو انديښنو په اړه خبرې وکړي او خپلمنځي همغږي به وساتي.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په خپلو خبرو کې، د کړکېچ د مخنيوي او سولې ته د لومړيتوب ورکولو په برخه کې د عراق د حکومت دريځ ستایلی دی.

نوموړي د روسیې او عراق د اړيکو د پياوړتيا او په اقتصادي او پوځي برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پراختيا لپاره اراده ښودلې ده.

د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د دغه هېواد صدراعظم محمد شياع السوداني له سیرګي لاوروف سره موافقه کړې، چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د مبارزې په اړه د نظر تبادلې او مالوماتو د همغږۍ د پياوړتيا لپاره همکاريو ته دوام ور کړي او دا همکارۍ يې خورا مهمې بللې دي.