د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د فبرورۍ په ۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې د فوردو د اټومي تاسيساتو د ذروي فعاليتونو په اړه د امريکا، بريتانيې، فرانسې او المان ګډې اعلاميې ته ځواب ورکړی او د دغو هېوادونو هغه تورونه يې رد کړي، چې ګواکې ايران د اټومي فعاليتونو په اړه کافي مالومات نه دي ورکړي.
اعلاميه وايي، ايران د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۷مې نېټې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ته د فوردو په اټومي تاسيساتو کې د ۶۰ سلنې سوچه يورانيمو د غني کولو راپور او د ټولو اټومي فعاليتونو په اړه مالومات ورکړي دي.
ناصر کنعاني وايي، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ يوه پلاوي د سږ کال په جنورۍ کې د فوردو له اټومي تاسيساتو څخه لېدنه وکړه او د ايران له مخکيني راپور سره يې هيڅ مخالفت نه دی ښودلی، نو د ده په وينا، بیا راپور ته يې اړتيا نه ليدل کيږي.
امريکا، بريتانيې، فرانسې او المان د روانې مياشتې په ۳مې نېټې په يوې ګډې اعلاميې کې پر ايران نيوکې کړي، چې دغه هېواد د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د پلټيز راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون له اړوندو تعهداتو څخه يې سرغړونه کړې ده.