ون چانګ د توغنديو توغولو مرکز د چين د های نان ولايت د ون چانګ ښار په لندې ځمکې کې موقعيت لري. دغه مرکز په ۲۰۱۴م کال کې جوړ شوی، چې د توغنديو، فضايي بېړيو، فضايي سټېشن او اړوندو سامان الاتو د ازموينو او توغولو دندې پر غاړه لري.
د تيان ګونګ د فضايي سټېشن مرکزي خونه او تيان جو باروړونکې فضايي بېړۍ له همدې مرکز څخه فضا ته توغول شوي دي.
عکسونه:
۱ـ د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۲مه نېټه، د تيان جو پنځم نمبر باروړونکې بېړۍ د ون چانګ د توغنديو توغولو مرکزڅخه په برياليتوب فضا ته وتوغول شوه.
۲ـ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۲۴مه نېټه، ګڼ شمېر خلک د ون چانګ ښار په ساحل کې د چانګ جنګ پنځم نمبر لېږدونکي توغندي د توغولو نندارې ته راټول شوي.
۳ـ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه، د تيان جو درېيم نمبر باروړونکې بېړۍ د ون چانګ د توغنديو توغولو په مرکز کې توغولو ته د تياري په حال کې وه.
۴ـ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه، د فضايي سټېشن د منګ تيان لابراتوار فضا ته وتوغول شو.