د چين سره صليب ټولنه ترکيې او سوريې ته بېړنۍ بشري مرستې برابروي
CMG2023/02/07 14:01:59
شريکول:

د چين سره صليب ټولنې د فبرورۍ په ۶مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د ترکيې او سوريې سرې مياشتې ټولنو سره به د ژغورونکو چارو په برخه کې همکارۍ وکړي او اوسمهال هرې يوې ټولنې ته به ۲۰۰ زره امريکايي ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.

په ترکيې او سوريې کې د فبرورۍ په شپږمې نېټې سخته زلزله وشوه، چې له امله يې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

 د چين د سره صليب ټولنې رئيس چن جو د ترکيې او سوريې د سرې مياشتې ټولنو ته د خواخوږۍ پيغامونه ليږلي دي.

چن جو په پيغامونو کې ويلي، چې د چين سره صليب ټولنه د زلزله ځپلو سیمو ته ډېره پاملرنه کوي او د اړتيا له مخې به ورته نورې بشري مرستې هم برابرې کړي.