کروسي کسابا چين ته خپل سفر په بریالیتوب پای ته رسولی
CMG2023/02/07 11:08:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې اسمبلۍ رئیس کروسي کسابا د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې له چین څخه رسمي ليدنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د فبرورۍ په ۶مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې کروسي کسابا د ملګرو ملتونو لومړی جګپوړي چارواکی دی، چې په روان کال کې يې له چین څخه رسمي لیدنه وکړه. د نوموړې په وينا، چین تل له څواړخیزم، د ملګرو ملتونو له کارونو او د اسمبلۍ له رول څخه ملاتړ کړی دی. 

مېرمن ماو نینګ ویلي، رئیس کروسي کسابا چین ته خپل سفر په بریالیتوب پای ته رسولی دی.

 دواړو خواوو موافقه کړې، چې نړيواله دې پر څواړخیزم ټینګار وکړي، د ملګرو ملتونو صلاحیت او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د نړیوالو اړیکو بنسټيز اصول دې وساتي، نړيوالې اړيکې دې د ډیموکراسۍ په لوري رهي کړي او په نړیوالو چارو کې دې د پرمختیايي هېوادونو د استازیتوب او د خبرو حقونه نور هم لوړ کړي.

 دواړو خواوو ګډې نظریې څرګندې کړي، چې نړيواله ټولنه دې وده او پرمختګ د نړیوالې لایحې تمرکز وبولي او د پرمختګ توان د لوړتیا په برخه کې دې له پرمختیايي هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.

ماو نينګ زياته کړې، چې چین به د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ لایحې د عملي کولو لپاره زیاتې ګټورې همکاریزې پروژې ترسره کړي.

 (هیله)