د ترکيې د ولسمشر مرستيال فواد اوکتای د فبرورۍ په ۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد په جنوب کې په همدې ورځ سخته زلزله شوې، چې له امله يې ۲۳۷۹ کسان مړه شوي او ۱۴۴۸۳ کسان نور ټپيان دي.
نوموړي ويلي، چې ژغورونکو تر دې دمه د ړنګو شويو ودانيو له کنډو کپرو څخه ۷۸۴۰ کسان ژوندي را ايستلي او د نورو د ژغورنې چارې روانې دي.