هانکانګ نړۍ ته نوې هيلې راوړي
CMG2023/02/07 14:55:12
شريکول:

د فبرورۍ له شپږمې نېټې څخه د چين د سترې برخې او هانکانګ ترمنځ تګ راتګ په هر اړخيزه توګه عادي شوی دی. د چين د سترې برخې او د هانکانګ ځمکني بندرونه د تګ راتګ کسانو د شمېر په برخه کې محدوديت نه لري او د تګ راتګ سپارښتنو ته اړتيا نه لري. د برومبورګ خبري اژانس د خبر له مخې همدا د هانکانګ اقتصاد د بيا احيا او د سیلانيزو چارو د هڅو يوه برخه ده. په وروستيو کې هانکانګ اعلان کړی چې غواړي په وړيا توګه نړيوالو سیلانيانو او ځايي اوسېدونکو ته د الوتکې ۷ لکه ټکټونه ورکړي. لکه څنګه چې د هانکانګ چارواکو ويلي، دغه نړيوال ښار بيا راژوندی شوی دی. د نړيوالو عامو افکارو په اند هانکانګ به په راتلونکي کې د چين د سترې برخې او د نړۍ د نورو سيمو د نښلولو په برخه کې ځانګړی رول ولوبوي.

په تېره يوه موده کې کرونا وبا د هانکانګ پر اقتصاد ډېرې منفي اغېزې کړې دي. د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دې سيمې یوه شمېرنه ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د ۲۰۲۲ کال د هانکانګ د کورني توليد عمومي ارزښت په سلو کې درې اعشاريه پنځه کم شوی دی. يوه بله شمېرنه ښيي چې مخکې د هانکانګ د سيلانيز پرمختګ د ادارې لخوا خپره شوې وه، په ۲۰۲۲ کال کې هانکانګ ته د تلونکو سيلانيانو شمېر يوازې ۶ لکه څلور زره او شپږ سوه و چې دغه شمېر د کرونا وبا له خپرېدو مخکې په پرتله ډېر کم شوی دی.

په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول د تدبيرونو په تنظيمېدو سره د هانکانګ او د چين د سترې برخې ترمنځ تګ راتګ په هر اړخيزه توګه عادي شوی دی چې همدا د دې سيمې ښاريانو ته د اقتصاد د بيا احيا هيله هم راوړي. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې حکومت د ماليې ادارې مشر چن ماو بو د فبرورۍ په پنځمه نېټه په خپله مقاله کې ليکلي چې موږ وړاندوينه کولی شو چې ډول ډول عامه، سوداګريز، سیلانيز او نور اقتصادي فعاليتونه به چټک شي او د تګ راتګ کسانو شمېر او د لېږد را لېږد مالونه به په ثابت ډول زيات شي چې په دې سره به د هانکانګ صادرات، د مالونو د لېږد رالېږد چارې، سيلانیزې چارې او رسټورانټونه به پرمختګ ومومي او هم به د سيمې د عمومي اقتصادي پرمختګ لپاره ښه فضا برابره شي. د امريکا د سي اېن اېن ويبپاڼې د فبرورۍ په درېيمه نېټه د ګولډمن ساچس په نوم د شرکت د شنونکي له قوله ويلي چې د اټکل له مخې به د هانکانګ د اقتصادي پرمختګ سږنی انډول په سلو کې درې اعشاريه پنځو ته ورسېږي.

ولې نړيوال هانکانګ ته دومره پاملرنه کوي، لامل يې دا دی چې هانکانګ د نړيوالو پولي چارو، د سمندري لېږد رالېږد او سوداګرۍ مرکز ګڼل کېږي او د چین د سترې برخې لپاره د کړکۍ او پول په څېر رول لوبوي. که هانکانګ کې اقتصاد پرمختګ ومومي، نو نړۍ به ترې لازيات فرصتونه تر لاسه کړي.

د هانکانګ د خاصې اداري سيمې  حکومت د اټکل له مخې روان کال به څه باندې ۲۵۰ غونډې او نندارتونونه پکې تر سره شي او ډېر سيلانيان به راجلب کړي. د دې سيمې د سوداګريزو شخصیتونو په اند د هانکانګ او د چين د سترې برخې ترمنځ د تګ راتګ په عادي کېدو سره به د هانکانګ اقتصاد ګام په ګام بيا سمسور او په هانکانګ کې به بهرنۍ پانګونه او دغه راز د چين د سترې برخې د تصديو لخوا د پيسو د راغونډولو او د سوداګرۍ اړتياوې به ډېرې شي.

هانکانګ هم تر خپلې وسې پورې د اقتصاد د بيا احيا لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې. په دې وروستيو کې د هانکانګ خاصې اداري سيمې اجرائيوي مشر لي جيا چاو د يوه پلاوي په مشرۍ له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو څخه په ليدنې بوخت دی چې همدا د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د هانکانګ يو اقدام هم دی. سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د پولي چارو، علمي نوښت او د مالونو د لېږد رالېږد په برخو کې خپلې پرمختيايي موخې ټاکلې دي. که د دوی پرمختيایي اړتياوې د هانکانګ له غوره والي سره سمون ولري، نو هانکانګ کولی شي چې ترې لا زيات سوداګريز فرصتونه واخلي. د بېلګې په توګه هانکانګ د نړيوال پولي مرکز په توګه د يادو دوو هېوادونو د پانګونې لپاره ډېر ګټور دی. په ورته وخت کې هانکانګ د نړيوال نوښت د علمي او تخنيکي مرکز او د کورنيو او بهرنيو کلتورونو د تبادلوي مرکز د ابادۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کوي چې دا به دواړو خواوو ته ډېر همکاريز فرصتونه راوړي. په هر اړخيزه توګه د هانکانګ او د چین د سترې برخې ترمنځ د تګ راتګ په عادي کېدو سره به دغه سيمه لازیاتې پرمختيايي انرژي تر لاسه کړي او د نړۍ لپاره به هم ډېر فرصتونه برابر کړي.