د فلسطین خبري رسنیو ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو د فبرورۍ په ۶مې نېټې د اردن سیند په لوېديځې غاړې جریکو کې د کډوالو په یو کمپ کې د ترهګرو د نیولو په نوم عمليات کړي، چې په ترڅ کې له ځايي خلکو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
فلسطيني رسنۍ وايي، چې اسرائيلي ځواکونو پر ځايي خلکو ډزې کړي، چې له امله یې ۵ فلسطينيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. په ټپيان شويو کې د يوه حالت نازک ښودل شوی دی.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په دغو عملياتو کې هغه ۷ کسان نيولي، چې د پوليسو له لوري يې د نيولو امر شوی و او څو ترهګر يې ځای پر ځای وژلي دي.
اسرائيلي ځواکونو د مړو جسدونه په لاس کې نيولي دي.
اعلاميه وايي، چې په وژل شویو کې د حماس اورپکي هم شامل دي او اسرائیلي ځواکونو ته هیڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
(هیله)