ملګري ملتونه: د ترکيې او سوريې په زلزله ځپلو سيمو کې يې د ژغورنې چارې پېل کړي
CMG2023/02/07 14:47:39
شريکول:

ملګري ملتونه وايي، چې د فبرورۍ په ۶ مې نېټې يې د ترکيې په جنوب او سوريې ته نږدې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې بېړنۍ چارې پېل کړي دي.

. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې اداره به یې په ټول توان د ترکيې او سوریې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورونې چارې ترسره کړي او دمګړۍ کارکوونکي يې د زلزله ځپلو د اړتياوو د ارزولو په هڅه کې دي..
د ملګرو ملتونو د پرمختګ پلان ادارې رئيس ستېنير رسنيو ته ويلي، چې اداره يې هر وخت له زلزله ځپلو سره مرستو ته چمتو ده.
د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مدير ادهانوم تدروس ويلي، چې د دغه سازمان بېړنۍ مرستندويه طبي ډله به ډېر ژر زلزله ځپلو خلکو ته طبي خدمتونه برابر کړي.