چين د اوکراين بحران له ښکيلو خواوو يو ځل بيا د اوربند غوښتنه وکړه
CMG2023/02/07 14:55:39
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د فبرورۍ په ۶ مې نېټې ويلي، چې چين يو ځل بيا د اوکراين بحران له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کوي، چې په رښتينې مانا د خپلو خلکو ګټو ته پاملرنه وکړي،  د سولې د راوستلو لپاره دې رښتينې هڅې وکړي او د شخړې اړوندې خواوې دې ډېر ژر د سولې خبرې بيا پیل کړي او اوربند ته دې لاره هواره کړي.

دای بینګ په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د اوکراين کړکېچ نږدې کال پوره کيږي، خو د ارامۍ نښې یې نه تر سترګو کيږي او لا هم ګڼ شمېر درندې وسلې د جګړې ميدان کې تجربه کيږي.

د اوکراين شخړې کې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او نړيوالې ټولنې پرې سخته خواشينې ښودلې، خو د شخړې ښکېلو خواوو تر اوسه د ستونزو د هواري سیاسي هوډ نه دی ښودلی.

نوموړي زياته کړې، چې اړوندې خواوې دې نړیوال بشري قانون مراعات کړي، د خلکو ژوند ته دې درناوی وکړي، پر عامو خلکو او ملکي تاسيساتو دې بريدونه نه کوي او خوندي ځايونو ته د خلکو انتقال او بشري مرستو ته دې زمينه برابره کړي او دغه راز د ملکي تاسيساتو ترميمول دې چټک کړي او په ټول توان دې هڅې وکړي، چې د خلکو پر ژوند د جګړې اغېزې کمې کړي.