د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د فبرورۍ په ۶مې نېټې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د سولې، اقتصادي پرمختګ او د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره بيړني ګامونه پورته او اقدام وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د ملګرو ملتونوعمومي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۳م کال د لومړیتوبونو د وړاندې کولو پر مهال پر دې ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه دې په روان ۲۰۲۳م کال کې د منشور او د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سره سم اصلاحات ترسره کړي او د يوې خوندي، سوله ييزې او دوام لرونکې نړۍ د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي.
ګوټرېش ويلي، چې د اوکراین کړکېچ، بيړنيو اقلیمي حالاتو، مخ په زياتېدو اټومي ګواښونو او خرابو اصولو نړۍ د تباهۍ کندې ته غورځولې ده.
نوموړي ويلي، اوس د دې وخت دی، چې ټول هيوادونه سولې ته د تګ لاره بدله او د نړيوال منشور د تطبیق لپاره بیا ژمنې وکړي او بشري حقونو او کرامت ته لومړیتوب ورکړي. (ژباړه: شکريه)