د اروپايي ټولنې کميټې د یونان لپاره د ۱.۳۶ میلیارډه یورو په ارزښت مرستندويه کڅوړه تصویب کړه
CMG2023/02/08 11:26:20
شريکول:

د اروپايي ټولنې کميټې د فبرورۍ په دوهمې نېټې په يوې بيانيې کې ويلي، چې د دې ټولنې د دولتي مرستو له مقرراتو سره سم يې د  يونان لپاره د ۱.۳۶ ميلياردو يورو په ارزښت مرستندويه پلان تصويب کړی دی.

د اروپايي ټولنې کميټې د ياد پلان موخه د یونان هغو تصديو ته تاوان ورکول ياد کړي، چې زياتې انرژۍ مصرفوي.

د مالوماتو له مخې، يادې تصدۍ د اروپايي ټولنې د کاربن دای اکسايډ د ايستونکې اندازې د معاملوي سيسټم له امله د انرژۍ ډېر لګښتونه کوي.

(ژباړه: شکريه)