په ترکيې او سوريې کې د زلزلې له امله له ۵ زرو زيات کسان مړه شوي
CMG2023/02/08 10:58:28
شريکول:

د ترکيې جنوبي او د سوریې شمالي سیمې د روانې مياشتې په ۶مې نېټې د ریکتر په کچې ۷،۷ درجې زورورې زلزلې ولړزولې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ مالي زيانونه يې اړولي دي.

د ترکيې د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د فبرورۍ د ۷مې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوب کې د شوې زلزلې له امله ۵۴۳۴ کسان وژل شوي او ۳۱ زره ۷ سوه ۳۱ کسان نور ټپيان شوي دي.

په دغې زلزلې کې د نورو هېوادونو وګړو ته هم ځاني او مالي زيانونه اوښتي او تر اوسه د چيني وګړو د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

يادې زلزلې د ترکيې هاتای سرحدي ولايت ډېر سخت ځپلی دی.

د سوريې روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د زلزلې له امله ۸۱۲ کسان مړه شوي او ۱۴۴۹ نور ټپيان شوي دي او ښايي د مرګژوبلې شمېرو کې نور هم زياتوالی راشي.

د مالوماتو له مخې، د سوريې په هغو سیمو کې، چې حکومت پرې واک نه لري، د يادې زلزلې له امله شاوخوا ۷۹۰ کسان مړه شوي دي.

د سوريې د سرې مياشتې ټولنې مشر خالد حبوبتی د روانې مياشتې په ۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې پر هېواد يې د لوېديځو هېوادونو د لګېدلو بنديزونو له امله د ژغورنې چارې ټکنې او خنډونو سره مخ شوې دي او له لوېديځو هېوادونو يې غوښتي، چې ژر تر ژره پر سوريې بنديزونه ليرې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د سوريې حکومت به د مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمو په ګډون ټولو زلزله ځپلو سيمو ته د ژغورنې ډلې او مرستې ورسوي.