په بريتانيا کې د طبي کارکوونکو اعتصاب دويمې ورځې ته غځيدلی
CMG2023/02/08 10:59:08
شريکول:

د بريتانيې د روغتونونو نرسانو د روانې مياشتې په ۶مې نېټې يو ځل بیا اعتصاب پېل کړی دی.

لسګونه نرسان د روانې مياشتې په ۷مې نېټې د بريتانيې د لندن په مرکزي ښار کې يوه روغتون مخې راټول شوي او د انفلاسيون د لوړوالي او د عايداتو د کموالي په اړه يې اعتراضونه پېل کړي دي.

د نرسانو دا اعتصاب د بريتانيې په تاريخ کې د عامې روغتيا سيسټم کې تر ټولو لوی اعتصاب بلل شوی دی.

دوی وايي، که حکومت يې غوښتنې ونه مني، نو د  بريتانيې د عامې روغتيا سيسټم ټول کارکوونکي، ډاکټران، د امبولانس کارکوونکي او ښوونکي به مجبور شي، چې بیا بیا کاري اعتصاب وکړي.