د انسانانو د ګډ برخليک نظریه د ټولنې انرژي او پیاوړتیا ده
CMG2023/02/08 09:59:10
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر په موده کې د چين په ستره برخه او شمالي امريکا کې په سینماګانو کې د چين لخوا اخيستل شوی فلم (بې لارې ځمکه) نندارچيانو ته وړاندې کړی. دغه فلم په عمده توګه داسې کيسه بیان کړې، چې د انسانانو ګډ کور ځمکه د لمر د ناورین له امله د نړۍ د سقوط له مصيبت سره مخ ده او بېلابېل هېوادونه په ګډه هڅې کړې چې د ځمکې په وړلو سره د لمر له فضايي سيستم څخه يې ځان ژغورلی او د انسانانو نوی کور مومي.

د (بې لارې ځمکه) په فلم کې د طبيعي مصيبتونو تصوير او د لوړو علمي ټکنالوژيو له لارې مصيبتونو ته د ماتې ورکولو معجزه د حيرانتیا وړ ده. د سترو طبيعي مصيبتونو په وړاندې موږ دا احساس کوو، چې هر وګړی ډېر کمزوری او ضعيف دی، خو ټول انسانان د د لوړو ټکنالوژيو قوتونه راغونډوي، هر طبيعي مصيبت ته ماتې ورکولی شي. هغه کسان چې د مختلفو هېوادونو، قومونو، مذهبونو او ګټو په منځ کې لرې ليد او شاملې نظريې لري، په دې پوهېږي چې انسانان د يووالي او همکارۍ له لارې ستر قوتونه رامنځته کولی شي. نو انسانان فکر کوي، چې د انساني تمدنونو د پرمختګ سره سره لا زيات پرمختللي علمي ټکنالوژۍ رامنځته شوې دي، نو څنګه د نړۍ ټولو انسانانو ته خدمت وکړي؟ د ياد فلم له نندارې وروسته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د قوت نظر زما په ذهن کې ګرځي.

د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې نظر لس کاله مخکې د چين د دولت ریيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال اقتصاد د پېچلي حالت او د نړيوالو مسئلو پر بنسټ د انسانانو د ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره وړاندې شوی دی.

ځينې هېوادونه تل غواړي د تسلط مقام ولري او ځينې هېوادونه هڅه کوي، چې د نورو هېوادونو د علمي ټکنالوژيو د پرمختګ مخه نيسي.خو دوی ضرور ده، چې ومني ټول انسانان د ګډ برخليک په ټولنه کې شامل دي او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ اړيکې او اتکاوې ورځ په ورځ ټينګېږي. د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې ارزښتناکې نظريې پر دې ټينګار کوي، چې وړاندې ليد ولري او پراخ راتلونکي ته وګوري، د ټولو انسانانو او د انسانانو د راتلونکي لپاره ژور فکر دی. په چين کې يوه مقوله ده وايي، چې هر څوک د ګډ عدالت لپاره هڅه کوي، نو نړۍ به اسمان وي، که هر تن د شخصي ګټو لپاره هڅه کوي، نو په نړۍ کې به ګډوډي  وي. د ګډ عدالت هڅول به بېلا بېلو هېوادونو ته د لوړو علمي ټکنالوژيو د پرمختګ ګټې ورسوي، خو د شخصي ګټو په هدف کارونه يوازې د ځينو هېوادونو هڅونه کړي، چې د وسلې په توګه لوړې علمي ټکنالوژۍ او د ګټو د بدلو په موخه وسيله وکاروي.

د (بې لارې ځمکه) په فلم کې يوه جمله شته چې، په پيل کې هېڅوک په دې فکر نه دی کړی، چې دا يو مصيبت دی، تر هغه وخت پورې چې په اخر کې دغه مصيبت پر هر کس اغېزه لري. په فلم کې دغه طبيعي مصيبت د ډېرو کسانو په نظر کې رښتينی نه دی، او يا په راتلونکي کې به رامنځته شي. خو په واقعي ژوند کې سيلابونه، زلزلې او تر کنټرول وتلی غرنی اور او طبيعي مصيبتونه په زیاتو هېوادونو کې پېښ شوي. په جاپان کې د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبه به سمندر ته راوباسي، د لوړو ساينس او ټکنالوژۍ وسلې او نظامي تجهيزات جنګي ميدان ته د لېږلو په حال کې دي، داسې مصيبتونه چې انسانان په خپله جوړوي، لا هم د انسانانو د ژوند چاپېريال او امنيت ته ګواښونه رسوي.

د (بې لارې ځمکه) په فلم کې د ساينس او ټکنالوژۍ توليدات په واقعي ژوند کې لا اختراع شوي او په راتلونکي کې به ښايي په پوره توګه جوړ شي. د بېلګې په توګه د چين د فضانوردۍ ساينس او ټکنالوژۍ په لارښوونه د تيان ګونګ فضايي سټېشن اوس په ثابته توګه د جوړېدو په حال کې دی او په راتلونکي کې به په فضايي چارو کې د نړيوالو همکاريو مهم ډګر وګرځي. کله چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې نظر تطبيق شي، انسانان په رښتيني ډول د مصيبتونه مخه نيولی شي او مصيبتونو ته د ماتې ورکولو انرژي ولري.