د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۷ مې نېټې د دغه هېواد د حکومتوالۍ ملي اکاډمۍ د ګوندي او دولتي مامورينو د يوه روزنيز کورس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د چيني شکله عصري کېدو تیوري د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له نويو مطرح شوو تيوريو څخه يوه ډېره مهمه برخه او د ساينسي سوسيالیزم د پرمختګ لويه لاسته راوړنه ده، چې د دغه ګوند په مشرۍ د هېواد د بېلابېلو قومونو د خلکو د اوږدمهالو هڅو او سترو بيو په نتيجه کې ترلاسه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې چين به دغې تيورۍ ته ارزښت ورکړي، ټينګار به پرې ولري او د دوامدار پرمختګ لپاره به يې هڅې وکړي.