د چين او اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د خبرو اترو د درېيم پړاو سلا مشورې پيل شوې
CMG2023/02/08 11:27:39
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين او اسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنه) د ازادې سوداګرۍ سيمې د خبرو اترو د درېيم پړاو سلا مشورې پيل شوې دي.  

د مالوماتو له مخې، د يادې ازادې سوداګرۍ سيمې د درېيم پړاو خبرو کې د چین او اسیان د غړو هیوادونو د اړوندو ادارو مشرانو او د اسیان د سکرتریت چارواکو په ویډیويي بڼه سلامشورې کړې دي.

دواړو لورو د خبرو اترو د تشريفاتي اصولو، تنظیمي تشکیلاتو او کاري پلانونو په اړه ژور بحثونه کړي او د راتلونکو خبرو اترو لپاره یې مهالویش او نقشه جوړه کړې ده.

چين او آسيان د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې د يادو خبرو اترو د درېيم پړاو د رسمي پيل اعلان کړی و او موافقه يې کړې وه، چې د مالونو د سوداګرۍ، پانګونې، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون اقتصاد په اړه به خبرې وکړي او د چين او آسيان د ازادې سوداګرۍ يوه پراخه، عصري، هراړخيزه او ګټوره سيمه به جوړه کړي. (ژباړه: شکريه)