د امريکا سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۷مې نېټې يو لړ تازه شميرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد په وارداتو کې د مالونو او خدماتي چارو د سوداګرۍ منفي بېلانس د وړم ۲۰۲۱ کال په پرتله ٪۱۲.۲ ډېروالی ښيي او اندازه یې ۹۴۸.۱ ميلیارډو امريکايي ډالرو ته رسیدلې او نوی ریکارډ يې جوړ کړی دی.
د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د امريکا د سوداګرۍ منفي بيلانس د مالونو د سوداګرۍ حالت د سختېدو له امله تر ډېرې اندازې پورې لوړ شوی دی.
په ۲۰۲۲ کال کې د امريکا د صادراتو عمومي اندازه۳۰۱۰ ميليارډو ډالرو ته رسیدلې، چې د ۲۰۲۱م کال د ورته اندازې په پرتله ٪۱۷،۷ زیاتوالی ښيي او وارداتي اندازه يې۳۹۶۰ مليارډو ډالرو ته رسیدلې، چې دا د ۲۰۲۱م کال د ورته اندازې په پرتله ٪۱۶.۳ زياتوالی ښيي.
په دې جملې کې، د دغه هېواد د مالونو د سوداګرۍ منفي بيلانس ۱۱۹۰ ميليارډو ډالرو ته لوړ شوی، چې د وړم کال په پرتله ٪۹،۳ زياتوالی او د خدماتي سوداګرۍ مثبت بېلانس يې ۲۴۳۷ ميلیارډو ډالرو ته ټيټ شوی، چې دا بیا ٪۰،۶ کم شوی دی.