د نوي زیلنډ صدراعظم کريس هيپکينز د فبرورۍ په ۷ مې نېټې ويلي، چې چين د نوي زيلنډ ډېر مهم همکار دی او له چين سره به اړيکو ته دوامدار پرمختګ ورکړي.
کريس هيپکينز په همدې ورځ د استراليا په پلازمينې کانبيرا کې له خپل استراليايي سيال انتوني البانيز سره ليدلي او وروسته په يوې مطبوعاتي غونډې کې را څرګند شوی دی.
نوموړي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې چين په سوداګريزو او ډېرو نورو برخو کې د نوي زيلنډ مهم همکار بللی او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه کله کله د نظريو توپيرونه لري، خو بيا هم هېواد به يې له چين سره اړيکو ته دوامدار پرمختګ ورکړي.