چين د ترکيې د حکومت په غوښتنې دغه هېواد ته ۸۲ کسیزه ژغورونکې ډله ليږلې ده.
د چين ياده ډله په الوتکې کې له ۱۰ ساعته سفر وروسته، د فبرورۍ د اتمې نېټې په ۳ نيمو بجو د ترکيې جنوب ادانا ښار ته رسیدلې ده.
د مالوماتو له مخې، د چین ژغورونکې ډله به لومړی د ادانا ښار له چارواکو، په ترکيه کې د چين له سفارت او د ملګرو ملتونو له اړوندو ارګانونو سره خبرې او بحثونه وکړي، د ژغورنې هدفونه او د ژغورونکو چارو د لنډمهاله لارښوونکي مرکز د جوړولو ځای به وټاکي او ورپسې به زلزله ځپلو سيمو ته ولاړ شي او د ژغورنې عمليات به پيل او ګرځنده روغتونونه به جوړ کړي.