د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د فبرورۍ په ۷مې نېټې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت ته حکم کړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان ((SCO)) کې د ايران د شاملېدو مصوده پلې کړي.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې ويل شوي، ولسمشر ابراهيم رئيسي په همدې ورځ بهرنیو چارو وزارت ته حکم کړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د ايران د شاملېدو چارې بشپړې کړي او اړونده مصوده يې هم ورته سپارلې ده.
اعلاميه وايي، د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصاد په ګډون په ډېرو برخو کې فعاليتونه تر سره کوي او ايران به په ياد سازمان کې له رسمي غړيتوب وروسته په اړوندو چاور کې خپلې ګټې ښې وساتي.
اعلاميه زياتوي، چې ايران ته زرين فرصت برابر شوی، چې د «یو کمربند او یوې لارې» په وړانديز کې هم خپل ګډون ته پراختيا ورکړي.