چين: نړيواله ټولنه دې پرمختګ ته د عمومي تګلارو په نړيوال چوکاټ کې مهم ځای ورکړي
CMG2023/02/09 11:05:25
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د فبرورۍ په اتمې نېټې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې په رښتېنې مانا څو اړخيزم مراعات کړي، د ملګرو ملتونو رول ته دې اهميت او د عمومي تګلارو په نړيوال چوکاټ کې دې پرمختګ ته مهم مقام ورکړي او پرمختیایي اجنډا ته دې پام او پانګونې زیاتې کړي.

دای بينګ په همدې نېټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د اقتصادي او ټولنيزې شورا ځانګړې غونډې (( د دوحې عملي پروګرام سره سم د ۲۰۳۰م کال د پرمختيايي اجنډا چټک تطبیق )) ته په وينا کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د پرمختيايي هیوادونو انکشافي حقونه تضمین او د دوی  اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې ونيسي او د بېوزلۍ کمولو، د خوړو خوندیتوب، د کرونا وبا ضد مبارزې او واکسین، د کاربن دای اکسايډ د اخراج کمولو او د اقتصادي جوړښت بدلون کې د پرمختيايي هیوادونو اندیښنو ته دې ځواب ووايي. (ژباړه: شکريه)