امريکا بايد د چين په هکله سمه او منطقي پيژندنه ولري
CMG2023/02/09 11:45:35
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۸مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن په کلني کاري راپور کې د چين د محتوياتو په هکله وويل، چې ځمکنۍ کره ډېره لويه ده او چين او امريکا پکې ګډ پرمختګ او سمسورتيا موندلی شي.

نوموړې وويل، چې امريکا بايد د چين په هکله سمه او منطقي پېژندنه ولري او مثبتې او واقعي تګلارې باید غوره کړي او له چين سره يو ځای دې د خپلمنځي اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ هڅونه وکړي.

ماو نينګ وويل، چين تل په دې اند دی، چې د چين او امريکا اړيکې د زېرو سم يا صفر جمع لوبه نه ده، چې يوه خوا به پکې بلې ته په ماتې ورکولو برياليتوب ومومي.

نوموړې د چين او امريکا لاسته راوړنې ګواښونه نه، بلکې د يو بل فرصتونه بللې دي.

چين له سيالۍ څخه ډډه نه کوي، خو له دې سره مخالفت کوي، چې د دواړو هېوادونو ټولې اړيکې په سياليو بدلې شي.