پر سوریایانو د امریکې هراړخیز بندیزونه دې پای ته ورسېږي
CMG2023/02/09 15:06:57
شريکول:

د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې د فبرورۍ په ۶مه نېټه د رېکتر په کچه دوه 7.8 درجې سختې زلزلې وشوې. د سوریې د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي، چې د دغو زلزلو له امله د سوریې حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۲۵۰ سوریایان وژل شوي او ۲۰۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي. یوازې د حلب ایالت په مرکز کې ۵۰ ودانۍ نړېدلې دي او ممکن د مرګ‌ژوبلې کچه نوره هم زیاته شي.

د سوریې خلک له اوږدې مودې راهیسې د جګړې له امله ځپل شوي او له سخت بشري ناورین سره مخ دي. دغه زلزلې دوی ته نور زیات زیانونه رسولي. تر زلزلې وروسته  چټکه او پر وخت ژغورنه ډېره مهمه ده، خو سوریه له سترو ستونزو سره مخ ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په اشارې سره وویل، د امریکې په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو له اوږدې مودې راهیسې پر سوریې بندیزونه لګولي، نو په سوریه کې د ژغورنې تجهیزات کافي نه دي، د ژغورنې کارونه ډېر وخت ته اړتیا لري، ملکي وګړي حتی په لاسونو له کنډوالو څخه ژوندي کسان رالټوي.

د منځني ختيځ د څېړنیزې ادارې په نوم فکري مرکز چې مقر يې په واشنګټن کې دی، څېړونکې ایمه بیلس وویل، سوریې ته د ننوتلو لارې سختې خرابې شوې دي او د سوریې له زلزله ځپلو وګړو سره د ژغورنې او مرستندویه توکو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی. د سوریې د سرې میاشتې ټولنې مشر خالد حبوباتي خبریالانو ته وویل، د بندیزونو له امله، اوس د ژغورنې او مرستندویه اکمالاتو کاروان د سون توکو له کمښت سره مخ دی.

د سوریې د سرې میاشتې ټولنې، د امریکې-عرب نژادي تبعیض ضد کمېټې په شمول څو سازمانونه له واشنګټن څخه غواړي چې ژر تر ژره پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړي څو په سوریه کې بشري ناوین نور سخت نه شي. خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پریس په ډاګه کړې چې امریکا به د ځايي بشرپالو همکار بنسټونو له لارې له زلزله ځپلو سوریایانو سره مرستې وکړي، خو د سوریې له حکومت سره به هېڅ تماس ونه نیسي.

د چین په شمول ډېرو هېوادونو او سیمو د یادې زلزلې تر پېښدو وروسته له ترکیې او سوریې سره زیاتې مرستې برابرې کړې دي. د امریکې دغه او دې ته ورته څرګندونې د نړیوالو ډېره خوا بده کړې او دا ډول اقدامات هم له اټکل څخه لرې نه و.  

په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پېښېدو راهیسې، امریکې په دوامداره توګه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې نظامي لاسوهنه کړې، پر سوریې يې سخت اقتصادي بندیزونه لګولي او د سوریې نفتي زېرمتون يې نیولی او ۸۰ سلنه نفت يې لوټ کړي دي. امریکايي پوځونو د سوریې د غلودانو زېرمې هم قاچاق کړې او حتی د غلودانو زېرمتون یې په اور سوځولی دی. د لوټمار په شان د امریکې یو لړ کړنو د سوریې ځايي وګړو ته سخت زیانونه رسولي دي.

سربېره پر دې، د امریکې په شمول لوېديځو هېوادونو پر سوریې اوږدمهالي بندیزونه لګولي. په حقیقت کې امریکې په تېرو لسګونو کلونو کې د زورواکۍ ساتلو لپاره پخپله خوښه پر ډېرو هېوادونو ناسم بندیزونه لګولي. کله چې کرونا وبا په ایران او سوریه کې رامنځته شوې او ګڼ شمېر وګړي پر دغه وبا اخته شوي، واشنګټن پر خپلو بندیزونو ټينګار کړی او په یادو هېوادونو کې هغه حالت ته سترګې يې پټې کړې چې څو میلیونه کسانو درملو او طبي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود. له هغه راهیسې چې افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د پانګې له کمښت سره مخ دی، امریکې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارډه امریکايي ډالره سرمايې کنګل کړې دي او حتی پلان لري، چې نیمه برخه يې د سپتمبر د یوولسمې نېټې په پېښه کې زیانمنو ته جبران ورکړي. په نړۍ کې تر ټولو شتمن هېواد د وروسته پاتې هېواد پیسې غلا کوي، دا د امریکې رښتینې بڼه ده.

اوس اړینه ده چې د واشنګټن هغه سیاستوال چې تل یې بشري حقونه او بشردوستي تبلیغ کړې او ځانونه او حکومتونه یې مخکښ مدعیان ګڼلي، باید سمدلاسه پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.